۰

د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۹ ملکی وګړي وژل شوي

پنجشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۴
سیمه ییز چارواکی وایي، ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۹ ملکی وګړي وژل شوي
سیمه ییز چارواکی وایي، ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د وږي ۲۷ مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیر تنګي په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د خوګیاڼو ولسوال شمس الحق وایي، برید د ولسي وګړو د سورلۍ په موټر د بې پیلوټه الوتکې له خوا شوي، چې په کې ۹ تنه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دغه کسان د جلغوزو ټولولو لپاره غره ته روان و، چې الوتکې پرې برید کړی او د ۹ تنو د وژل کېدو تر سره یې څلور تنه ټپیان کړي هم دي.

خو د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر ویلي، د برید مرګ ژوبله ترې هم زیاته کړه او تر اوسه پورې څو جسدونه موندل شوي او د نورو د موندلو هڅې هم روانې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم د برید او تلفاتو پخلی کړی، خو د شمېر په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي