۰

له ولسمشر غنی سره د پاکستان د لومړي وزیر تلېفوني اړیکه

پنجشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۷
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته تلېفون کړی، پر سوله او امنیت د تامین په برخه کې په همکارۍ ورسره خبرې کړې.
له ولسمشر غنی سره د پاکستان د لومړي وزیر تلېفوني اړیکه
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته تلېفون کړی، پر سوله او امنیت د تامین په برخه کې په همکارۍ ورسره خبرې کړې.

د جمهور آژنس د خبر له مخې ښاغلي غني نن پنشنبې د وږي ۲۸ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې عمران خان تېره شپه ورته تلېفون کړی وو.

ښاغلي غني ویلي، عمران خان د کابل او پروان د وړمې ورځې د بریدونو په اړه، چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او پړه یې طالبانو پر غاړه واخیست خواخوږي څرګنده کړه.

په ټوېټر لیکل شوي، چې په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو پر سولې او د افغانستان پر ولسمشرۍ ټاکنو هم خبرې اترې وکړې.

ولسمشر د تېرو ټاکنو پر مهال د تاوتریخوالي کموالي ته په اشارې سره د پاکستان له لومړي وزیره غوښتي، چې په راتلونکو ټاکنو کې هم د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي.

د هغه په وینا عمران خان ژمنه کړې، چې هېواد به یې د ټاکنو پر مهال د تاوتریخوالي په کمولو کې تر خپل توان پورې همکاري وکړي.

ولسمشر غنی له عمران خان سره پر افغان سوله او ټاکنو پر داسې مهال تلېفوني خبرې کوي، چې پرون یې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګیرني سره هم پر سوله او ټاکنو خبرې کړې دي.

موګیرني ویلي، چې دوی د افغانستان له سولې او ټاکنو کلک ملاتړ کوي او اروپايي ټولنه په افغانستان کې د تل پاتې سولې او رڼو ټاکنو غوښتونکې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي