۰
جنرال پټریاس:

که امریکايي ځواکونه ووتل، افغانستان به کورنۍ جګړې ته لاړ شي

چهارشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۴
د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې پخواني مشر او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مخکني قوماندان جنرال ډیویډ پټریاس له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
که امریکايي ځواکونه ووتل، افغانستان به کورنۍ جګړې ته لاړ شي
د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې پخواني مشر او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مخکني قوماندان جنرال ډیویډ پټریاس له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال پټریاس له هیل تلوېزیون شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، نو دې هېواد کې به یو ځل بیا کورنۍ جګړې پیل شي.

نوموړي ویلي، له سولې وروسته د طالبانو پر نیست شکمن دی او دا پوښتنه ورسره ده، چې که امریکا له افغانستان څخه وځي، نو دا هېواد به څرنګه اداره کېږي.

جنرال پټریاس ویلي دی په هر ډول وضعیت شکمن دی، ځکه د شوروي له وتلو وروسته هم افغانستان دا ډول یو حالت تجربه کړی وو.

هغه کورنۍ جګړې د افغانستان د تاریخ یوه توره دوره بللې او ټینګار یې کړی، که امریکايي ځواکونه ووتل، دغه هېواد به بېرته ماضي ته وګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي