د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کابل او پروان ولایتونو کې د تېرې ورځې ځانمرګي بریدونه په کلکه غندلي او پر سوله یې ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او ویجاړولو پر ځای سولې ته ژمنتیا ښکاره کړي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ په کابل او پروان کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول، چې په کې ۵۰ تنه و وژل شول او ۸۰ نور ټپیان شول.
د دغه دواړو بریدونو مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست او په کې یې د ګڼ شمېر نظامیانو د مرګ ژوبلې ادعا وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل