۰

ټرمپ د کشمیر په اړه له مودي او عمران خان سره ګوري

چهارشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۱
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر ژر به د کشمیر په اړه د هند او پاکستان له لومړي وزیرانو نریندرا مودي او عمران خان سره وګوري.
ټرمپ د کشمیر په اړه له مودي او عمران خان سره ګوري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر ژر به د کشمیر په اړه د هند او پاکستان له لومړي وزیرانو نریندرا مودي او عمران خان سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ زیاته کړې هیله لري، چې وکولی شی د کشمیر پر سر د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی راکم کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ډېر ژر به له مودي او خان سره وګوري او په وینا یې په دې لیدنه کې به مهم پرمختګونه وشي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې خورا ترینګلې شوې او ان د پاکستان لومړي وزیر خو د اټومي جګړې امکان هم نه دی رد کړی.

بل خوا د هند دفاع وزیر ویلي، یوه ورځ به کشمیر د پاکستان له منګولو آزاد او د هند برخه به یې وګرځوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي