۰

تر نن ماښامه به ۱۵۰ میګاواټه برېښنا بېرته وصل شي

چهارشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۷
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، په کندوز او بغلان کې د برېښنا په پرې شویو مزو کار روان دی او تر نن ماښام پورې به ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په بېړنۍ توګه ونښلول شي.
تر نن ماښامه به ۱۵۰ میګاواټه برېښنا بېرته وصل شي
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، په کندوز او بغلان کې د برېښنا په پرې شویو مزو کار روان دی او تر نن ماښام پورې به ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په بېړنۍ توګه ونښلول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برېښنا شرکت نن چهارشنبې د وږي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندوز حوزې او غوري برېښنا په سیمو کې انجینرانو ته اجازه ورکړل شوې څو د برېښنا تخریب شوې ستنې ترمیم کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دغه مزو په تړلو سره به تر نن ماښام پورې ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په بېړنۍ توګه وصل شي.

بل خوا د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د قومي مشرانو پر مټ یې هڅې پیل کړې، تر چې د وارداتي پرېښنا پرې شوي مزي بېرته ونښلول شي.

د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار زیاته کړې، د سیمې یو شمېر قومي مشرانو د برېښنا د بېرته وصلولو په اړه له طالبانو سره خبرې کړې او تمه ده ډېر ژر د پرې شویو مزو د نښلولو کار پیل شي.

د یادونې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په کندوز او بغلان کې د برېښنا ځینې ستنې په ماینونو الوزولې، چې د کابل په ګډون په ۱۲ ولایتونو برېښنا پرې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي