د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یاد سازمان د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره هم تمدید کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو د پرېکړه لیک مسوده تایید کړه او ورسره یې افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر تر ۱۷ مې پورې وغځاوه.
که څه هم چین لومړي سر کې له دې کار سره مخالفت کړی و، خو د المان او اندونیزیا له سفیرانو سره د خبرو پایله کې یې پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه.
چین غوښتل د یوې لارې، یو کمربند د یو ټریلیون ډالرو ستره پروژه د یوناما د ماموریت د تمدید په پریکړه لیک کې یاده شي.
خو امریکا ورسره موافقه نه وه نو ځکه په افغانستان کې د یوناما د ماموریت په اړه کېدوونکې پرېکړه له دوشنبې و سه شنبې ته پاتې شوه.
په ورته وخت په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژنګ چون د پریکړه لیک مسودې ته د مثبتې رای په ورکولو د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي و ویل، باید په پام کې ولرو چې د افغانستان اقتصاد ډیر مهم دی، ترڅو په پایله کې یې په دغه هیواد کې سوله او ثبات رامنځته شي.
د چون په وینا دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې غواړي او هیڅ هېواد حق نه لري چې د یو بهتر ژوند د لرلو په لاره کې د دوی خنډ شي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا د دې شورا له ټولو غړو مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د یوناما د ماموریت د دوام پریکړه لیک تایید کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل