۰
سیمه ییزچارواکي:

غزني کې د ۱۰ پاکستانیانو په ګډون ۳۵ طالبان وژل شوي

سی شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۵
سیمه ییز چارواکي وایي، افغان ځواکونو غزني ولایت کې د عملیاتو پر مهال د ۱۰ پاکستاني وسله والو په ګډون ۳۵ وسله وال طالبان وژلي دي.
غزني کې د ۱۰ پاکستانیانو په ګډون ۳۵ طالبان وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وایي، افغان ځواکونو غزني ولایت کې د عملیاتو پر مهال د ۱۰ پاکستاني وسله والو په ګډون ۳۵ وسله وال طالبان وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، افغان ځواکونو د غزني د مرکز اړوند منګور، قره باغي، کلاغج او شاوخوا سیمو کې عملیات تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړې، دغه عملیات تېره شپه (د وږي ۲۵ مه) د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا تر سره شوي، چې په کې د ۱۰ پاکستانیانو په ګډون ۳۵ طالبان وژ شوي دي.

دی وایي، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوه سرګروپان، محمد طاهر مشهور په خاکسار او عمر خالد، په غزني کې د طالبانو د جلب و جذب مسوول ملنګ او په ځینو سیمو کې د دغه ډلې مالي مسوول همت هم شامل دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې 12 ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله راکټ، يو ميل پيکا او يو ميل دراﺯنوف د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

عارف نوري وایي، په سیمه کې چانیز عملیات لا هم روان دی او ښايي د طالبانو مرګ ژوبله تر دې هم زیاته شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د طالبانو د یوه لوړ پوړي قوماندان حافظ ناصر د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

دفاع وزارت ویلي، حافظ ناصر له ۲۱ نور طالبانو سره یو ځای د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې وژل شوی او درې نور طالبان ژوندي نیول شوي ډي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي