۰

د ملي امنیت شورا سلاکار بدخشان ولایت ته تللی دی

سی شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۰
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته رسېدلی دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار بدخشان ولایت ته تللی دی
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا دفتر وایي، ښاغلی محب او ورسره پلاوی نن سه شنبې د وږي ۲۶ مه بدخشان ولایت ته تللی دی.

له محب سره په دغه سفر کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات هم ملګرتیا کوي او دوی به د بدخشان ولایت امنیتي وضعیت و ارزوي.

د ملي امنیت شورا دفتره پر فسبوک پاڼه خپرو کړیو معلوماتونو کې ویلي، محب له د بدخشان له سیمه ییزه چارواکو، خلکو، مدني ټولنې له غړو، ځوانانو او مېرمنو له استازو سره وګوري.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړی به به امنیتي وضعیت هم و ارزوي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وروستیو لاسته راوړنو قدر داني به هم وکړي.

د یادونې ده، چې ښاغلی محب تر دې څو ورځې وړاندې غزني ولایت ته هم تللی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي