راپورونه وایي، پلازمېنه کابل کې د ملي دفاع وزارت پېژنتون ریاست ته څېرمه چاودنه شوې، خو تر اوسه یې نوعیت او د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د وږي ۲۶ مه ماسپین مهال د کابل ښار څلورم مکروریان سیمه کې د دفاع وزارت پېژنتون ریاست ته څېرمه شوې ده.
تر اوسه د چاودنې نوعیت او مرګ ژوبله نه ده معلومه خو راپورونه دا هم وايي، چې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهورخبري آژانس: کابل