۰
ځینې امریکايي سناتوران:

پاکستان د طالبانو ځپلو کې ونده نه ده اخیستې، طالبان اوربند ته لېوال نه دي

سی شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۶
یو شمېر امریکایي سناتوران وايي، پاکستان او ایران د افغان شخړې په هوراي کې ونډه نه ده او په ځانګړي ډول پاکستان د طالبانو په ځپلو کې اقدام نه دی کړی.
پاکستان د طالبانو ځپلو کې ونده نه ده اخیستې، طالبان اوربند ته لېوال نه دي
یو شمېر امریکایي سناتوران وايي، پاکستان او ایران د افغان شخړې په هوراي کې ونډه نه ده او په ځانګړي ډول پاکستان د طالبانو په ځپلو کې اقدام نه دی کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکایي سناتورانو د افغان سولې او وروستیو مذاکراتو په اړه زلمی خلیلزاد د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې علني غونډې ته احضار کړی وو.

ځینې امریکایي سناتورانو ویلي که څه هم د افغانستان ستونزه له سیاسي حل پرته بله لار نه لري، خو په وینا یې طالبانو په افغانستان ک د سولې رامنځ ته کېدو لپاره هېڅ لېوالیتا نه ده ښودلې.

د کانګرس مایکل والتس طالبانو تر اوسه هر اړخیز اوربند ته هېڅ لیوالتیا نده ښودلې، د افغانستان اساسي قانون نه مني او نه د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني.

خو د کانګرېس بل غړي ادم شیف د افغانستان په ناامنۍ کې ګاونډیان تورنوي او وایې پاکستان او ایران د افغانستان د شخړې په هواري کې ونډه نه ده اخېستې.

ادم شیف زیاته کړې، چې دی د طالبانو په خپلو کې د پاکستان له اقدامه راضي نه دی او باید د افغان کشالې په حل کې پاکستان، هند، ایران او روسیې په ګډون د سیمې هېوادونه شامل کړی شي.

امریکايي سناتورانو دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې دي.

د طالبانو او امریکا تر منځ له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د سولې خبرې روانې وې، چې خبره ان د هوکړې تر لاسلیک ورسېده خو کله چې طالبانو کابل کې په یوه موټر بم برید کې یو امریکایي سرتېری و واژه، ټرمپ هم ورسره خبرې لغوه کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي