د ملي امنیت لوی ریاست وایي، ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن دوشنبې د وږي ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي دغه ولسوال سردار محمد نومېږي او د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې ونیول شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په عملیاتو کې د سردار محمد مشهور په ملا سردار تر څنګ د طالبانو درې نور برجسته غړي هم نیول شوي دي.
ملي امنیت ریاست وايي، نیول شویو کسانو، کابل کې په ترهګرو فعالیتونو، په بګرام هوايي ډګر راکټي بریدونو، لارې شکونو، د خلکو ځورولو او له خلکو په زور د جزیې اخستلو کې لاس درلود، چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شول.
خبرپانه کې دا هم ویل شوی، چې ملا سردار له څو کلونو راهیسې د کابل د میربچه کوټ ولسوالۍ لپاره هم د طالبانو د ولسوال دنده تر سره کړې.
سرچینه زیاتوي، چې هغه په دې وروستیو کې د طالبانو د پېښو شورا ورغوښتی و او د هغوی په لار ښوونه د کابل ولایت د کلکان لپاره ولسوال ټاکل شوی وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل