۰
لوګر:

د نجونو پر یوه ښوونځي وسله وال برید کې یوه زده کوونکې وژل شوې

دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۶
راپورونه وایي، نامعلومه وسله والو کسانو په لوګر ولایت کې د نجونو پر یوه ښوونځي وسله وال برید کړی او دوه زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د نجونو پر یوه ښوونځي وسله وال برید کې یوه زده کوونکې وژل شوې
راپورونه وایي، نامعلومه وسله والو کسانو په لوګر ولایت کې د نجونو پر یوه ښوونځي وسله وال برید کړی او دوه زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د وږي ۲۵ مه غرمه مهال لس بجې د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د محمد آغې په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

ویل کېږدي په دغه وسله وال برید کې یوه زده کوونکې نجلۍ وژل شوې او یوه به هم ټپي شوې ده.

د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص د دغه پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، چې د محمد آغې د نجونو په ښوونځي وسله والو طالبانو برید کړی دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په غزني کې هم د پوهنتون د محصلینو په موټر چاودنه شوې، چې موټر چلوونکی یې وژل شوی، پنځه محصلین ټپیان او ۱۵ نورو هم عصبي شوک لیدلی.

د دې تر څنګ پرون د هلمند ولایت په باباجي سیمه کې هم یو منځني ښوونځي ته اور ورته شوی او په مکمل ډول سوځول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي