۰

غزني کې د پوهنتون په محصلینو چاودنه شوې

دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۹
سیمه ییز چارواکي وایي، غزني کې د دغه ولایت د پوهنتون د محصلینو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او شپږو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
غزني کې د پوهنتون په محصلینو چاودنه شوې
سیمه ییز چارواکي وایي، غزني کې د دغه ولایت د پوهنتون د محصلینو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او شپږو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي، دغه پېښه نن دوشنبې د وږي ۲۵ مه غرمه شاوخوا دولس نیمې بجې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې د غزني پوهنتون د محصلینو کاسټر موټر د ښار په لور روان وو چې د غزني ښار د دریمي امنیتي حوزې اړوند علي لالا دښتي ته څېرمه پرې د سړک د غاړې خښ شوي ماین چاودنه کړې.

د غزني د والي ویاند زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې د موټر چلوونکی وژل شوی او پنځه تنه محصلین چې نارینه دي ټپیان شوي دي.

دی وایي، په پېښه کې کابو ۱۵ تنه محصلینو، چې اکثرت یې ښځینه دي، عصبي شوک لیدلی او دمګړۍ په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د والي ویاند وایي، ماین وسله والو طالبانو خښ کړی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي