۰
جنرال ډانفورډ:

د سولې تر راتلو مخکې باید له افغانستانه ونه وځو

دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۷
د امریکا د لوی درستیزانو ګډې کمېټې مشر جنرال جوزیف ډانفورډ ویلي، امریکایي ځواکونه باید د سولې تر راتلو مخکې له افغانستان څخه ونوځي.
د سولې تر راتلو مخکې باید له افغانستانه ونه وځو
د امریکا د لوی درستیزانو ګډې کمېټې مشر جنرال جوزیف ډانفورډ ویلي، امریکایي ځواکونه باید د سولې تر راتلو مخکې له افغانستان څخه ونوځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډانفورډ خبرداری ورکړی، چې افغانستان د ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ دی او افغان امنیتي ځواکونه لا هم د امریکایي ځواکونو مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا ده او د سولې تر راتلو مخکې باید دوی له افغانستانه ونه وځي.

ډېری شمېر سیاسیون او پخواني دیپلوماتانو هم همدا خبرداری ورکړي، چې باید ځواکونه ونه ایستل شي، خو ځینې په دې اند دي او وایي، امریکا نور باید په افغانستان کې حضور ته اړتیا نه لري او خپل ځواکونه باید وباسي.

څه موده وړاندې لسو تنو امریکایي ديپلواماتو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی و، چې که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي دغه هېواد کې به کورنۍ جګړه ونښلي.

ځینو دا هم ویلي، چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې بیا تکرار شي، نو ځکه باید امریکایي ځواکونه افغانستان کې پاتې شي او د ترهګرۍ مخه ونیسي.

خو په واشنګټن کې د لېبرترین کتو انسټیټیوټ د بهرنۍ تګلارې مشر جان ګلېزر انډیپینډینټ ورځپاڼې ته ویلي چې له افغانستانه پر امریکا د احتمالي ترهګریز برید خبره بې بنسټه ده.

نوموړي ویلي، اوس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور اړتیا نه لیدل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي