۰

کرکټ: افغانستان بنګله دېش ته هم ماته ورکړه

دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۵
د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې تر منځ درې اړخیزه کرکټ سیالیو کې افغانستان خپله دوهمه لوبه له بنګله دېش څخه د ۲۵ منډو په توپیر وګټله.
کرکټ: افغانستان بنګله دېش ته هم ماته ورکړه
د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې تر منځ درې اړخیزه کرکټ سیالیو کې افغانستان خپله دوهمه لوبه له بنګله دېش څخه د ۲۵ منډو په توپیر وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د درې واړه هېوادونو تر منځ روان سریز درې ورځې وړاندې بنګله دېش کې پیل شوی، چې افغانستان پرون خپله دوهمه لوبه له کوربه لوډلې سره درلوده.

په پرونۍ لوبه کې لومړی توپ وهنه افغان لوبډلې وکړه، چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۶۴ مندې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۵ هدف کېښود.

په پیل کې داسې ښکارېده، چې بنګله دېش لوبډه برلاسې ده، ځکه په څلورو اورونو کې یې د افغانستان پرلپسې څلور ویکټې وغورځولې، خو د اصغر افغان او محمد نبي عیسی خېل ښې ملګرتیا د افغانستان د منډو هدف تر ۱۶۵ پورې ورساوه.

اصغر افغان په ۳۹ منډو وسوځېده خو محمد نبي له ۸۳ منډې کولو وروسته خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د بنګله دېش لوبډلې هم پیل ښه نه و څلور لوبغاړي یې ډېر ژر له لاسه ورکړل، خو محمدالله او شبير رحمان تر یوه حده ښه ملګرتیا وکړه.

له دې سره سره بنګالي لوبغاړي تر ډېره د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې په میدان ونه شوی درېدلي او په ۱۹.۵ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۳۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۵ منډو په توپیر افغان لوبډلې ته وبایلله.

د افغان توپ اچوونکو له لوري تر ټولو ښه توپ اچونه مجیب الرحمن وکړه هغه په څلورو اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول.

راشد خان، ګلبدین نایب او فرید ملک هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، چې افغانستان تر دې مخکې له زمبابوې هم په لوی توپیر لوبه ګټلې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي