۰
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار:

د طالبانو له خوا د القاعده مخه نیول غولوونکې خبره ښکاري

یکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۳
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان په ایډیولوژیک لحاظ د القاعدې پر آرمانونو باور لري او په لیکو کې یې د ټولې نړۍ هر ډول جنګیالي جګړه کوي.
د طالبانو له خوا د القاعده مخه نیول غولوونکې خبره ښکاري
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان په ایډیولوژیک لحاظ د القاعدې پر آرمانونو باور لري او په لیکو کې یې د ټولې نړۍ هر ډول جنګیالي جګړه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې له امریکايي سي بي اېس تلوېزیون سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې د طالبانو له خوا د القاعده مخه نیول غولوونکې خبره ښکاري.

نوموړي زیاته کړې، بهرني ترهګر همدا اوس له طالبانو سره اوږه په اوږه او د هغوی په صفونو کې جګړه کوي او که دوی ته فرصت برابر شي، دوی به له افغانستانه بهر ډېر ژر هدفونه په نښه کړي.

دی وایي، د طالبانو په لیکو کې چیچین، ازبک، عرب، پاکستاني او هر هغه څوک شته چې غواړي ډيموکراټیکه او ولسواکه نړۍ وترهوي.

محب له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وايي، که امریکا خپل ځواکونه په یو اړخیزه ډول باسي نو دا کار به پر افغان حکومت زیات فشار راوړي.

خو په وینا یې افغانستان هم په یوه ډول دې وضعیت ته ځان چمتو کوي او د تېرې یوې لسیزې راهیسې پرې لګیا دی، چې په خپلو پښو ودرېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي« زموږ ډېره تکیه پر تخنیکي برخو ده، لکه هوایي ملاتړ، د څار وړتیاوې، په لوړه کچه استخبارات. موږ اوس دا شیان یا نه لرو یا کافي نه دي.»

دی وايي، افغانستان او امریکا په دې مشارکت کې ډېره پانګونه کړې او په یو اړخیز ډول د ځواکونو ایستل ښايي د هېڅ هېواد په ګټه نه وي.

ښاغلي محب زیاته کړې سږ کال افغان ځواکونه مطلق په تهاجمي او یرغلیز حالت کې وو او جګړه هم د تېرو دوو لسیزو تر ټولو سخته جګړه وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي