۰

کندهار: په یوه داخلي برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي

شنبی ۲۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۴
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې په یوه داخلي برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي.
کندهار: په یوه داخلي برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې په یوه داخلي برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د وږي ۲۲مه) د کندهار لایت د شاولي کوت ولسوالۍ په داماني سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند لومړی څارن جمال بارکزی یوازې د پېښې پخلی کوي وايي، جزیات به وروسته په داګه شي.

خو د شاه ولیکوټ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دوه پولیسو په خپلو همکارانو د ټوپک شپېلۍ وراړولې او ۱۱ تنه یې وژلي دي.

د سرچینې په وینا په وژل شویو پولیسو کې د داماني د پولیسو د مرکز مشر سیف الله ماما هم شامل دی.

سرچینه زیاتوي، چې برید په پیره د دوه ولاړو پولیسو خوا شوی او تر برید وروسته یې وسلې او موټر هم له ځان سره وړي دي.

دغه سرچینې زیاته کړې، بریدګر د طالبانو نفوذي کسان و او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي