د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما مرستیال او ولسمشرۍ ته نوماند جوبایډن ویلي افغانستان کې باید یو فدرالي نظام رامنځ ته او امریکا خپلې پوځي اډې پاکستان ته ولېږدوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن چې په خپله تازه کمپایني مناظره کې یې خبرې کولې و ویل، چې افغانستان د سمېدو وړ نه دی نو ځکه باید فدرالي نظام په کې رامنځ ته شي.
نوموړي و ویل، تر چې پاکستان د افغانستان په ختیځ کې درې ولایتونه تر کنټرول لاندې ولري، نو که هر څومره وغواړو هم افغانستان د سمېدو خوا ته نه شي تلی.
بایډن دا وړاندیز هم کړی، چې امریکا باید د افغانستان پر ځای پاکستان کې پوځي اډې جوړې کړي تر څو په واشنګټن له افغانستانه د بریدونو مخنیوی وشي.
ده ویلي، که امریکا پاکستان کې هډې ولري نو کولی شي په یوه پرواز هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات تر سره کړي.
بایدن ورته وړاندیز تر دې وړاندې د عراق په اړه هم کړی و، چې دغه هېواد دې په شعیه، سني او کرد باندې و وېشل شي.
که څه هم د نومړي طرحې د امریکا سنا کې ملاتړ خپل کړ، خو به منځني ختیځ کې یې سخت غبرګونونه وپارول.
جمهورخبري آژانس:کابل