۰
عباس ستانکزی په مسکو کې

د سولې خبرو کوو، خو که امریکا جنګ غواړي سل کاله ورسره جنګېږو

شنبی ۲۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۷
روسیې ته د طالبانو د تللي پلاوی غړي شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي، چې طالبان اوس هم د سولې خبرې ته لېواله دي، خو که امریکا جګړه غواړي نو طالبان هم ورسره جنګېږي.
د سولې خبرو کوو، خو که امریکا جنګ غواړي سل کاله ورسره جنګېږو
روسیې ته د طالبانو د تللي پلاوی غړي شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي، چې طالبان اوس هم د سولې خبرې ته لېواله دي، خو که امریکا جګړه غواړي نو طالبان هم ورسره جنګېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شېرمحمد عباس ستانکزي، سهیل شاهین او یو بل طالب غړي په ګډون درې کسییزه طالب پلاوی پرون جمعه د وږي ۲۲ مه مسکو ته تللی دی.

راپورونه وایي، دغه طالب پلاوي د افغانستان له پاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند شهیل شاهین هم مسکو ته د پلاوي د تګ او له روسي چارواکو سره پر سوله د خبرو پخلی کړی دی.

سهیل شاهین سرچینو ته ویلي، د رامنځ ته شوي حالت په اړه به د ده به خبره له خپلو اتحادیانو او ملګرو سره سلا مشورې وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د خبرو د مرکچي پلاوی مشر شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو دي، خو که امریکا جنګ غواړي نو جنګ ورسره کوي.

ستانکزي د روسیې ار ټي خبري شبکې سره مرکه کې زیاته کړې«طالبان اوس هم د سولې خبرو ته لېواله دي،‌ خو که امریکا جنګ ته دوام ورکول غواړي نو طالبان سل کاله نور هم جګړه کولی شي.»

هغه کابل کې د طالبانو خوا وروستي برید او په کې د یوه امریکايي سرتېري وژل کېدو ته په اشارې ویلي، امریکایان خپله اعتراف کوي، چې په تېرو اونیو کې یې ګڼ شمېر طالبان وژلي دي.

خو بل لور ته د یوه امریکايي عسکر د وژل کېدو په پلمه د سولې خبرې دروي.

شېر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې، که امریکایان ګڼ شمېر طالبان وژلی شي، نو بیا طالبان هم حق لري، چې له دوی نه یو دوه کسان ووژني.

د یادونې ته روسیې ته د طالبانو پلاوی پر داسې مهال سفر کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغه ډلې سره د سولې خبرې لغوه کړې دي.

ټرمپ دا خبرې په کابل کې د طالبانو له خوا موټر بم برید وروسته چې یو امریکايي سرتېري هم په کې و وژل شو، لغوه کړې.

د امریکا ولسمشر ویلي و، طالبان په دا ډول بریدونو هڅه کوله، چې د سولې پروسه کې زیات امتیازات تر لاسه کړي، خو هر څه یې خراب کړل.

هغه په یوه بل ټوېټ کې دا هم ویلي و، چې نور له طالبانو سره د سولې خبرې مړې شوې او پر دغه ډلې به داسې بریدونه وکړي، چې ساری یې نه وي لیدلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي