کورنیو چارو وزارت وايي، کاپیسا ولایت کې د ولیبال په یوه میدان کې د چاودنې له امله پنځو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د وږي ۲۲ مه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله ټوېټر لیکلي، چې په دغه چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا ماین د افغانستان دښمانانو اېښی و او د ولیبال د لوبې په وخت کې یې چاودنه کړې ده.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کاپیسا