د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د امنیت ارزولو په موخه دغه ولسوالۍ ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیت شورا نن پنشنبې د وږي ۲۱ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې ښاغلی محب نن سهار خواجه عمري ولسوالۍ ته رسېدلی.
سرچینه زیاتوي، ښاغلی محب له له ځايي خلکو سره وګوري، د هغوی ستونزې به واوري او له سیمه ییزه چارواکو سره به یې پر حل خبرې وکړي.
باید و ویل شي، چې د غزني خواجه عمري ولسوالۍ تېر کال د طالبانو لاس ته ولوېده، خو له څو میاشتو وروسته بېرته افغان ځواکونو ولکه کړه.
جمهورخبري آژانس:کابل