۰

قریشي: له هند سره د تصادفي جګړې امکان شته

پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي د هند تر ولکې لاندې کمشیر کې د روان وضعیت له امله د هند سره د تصادفي جګړې امکان شته دی.
قریشي: له هند سره د تصادفي جګړې امکان شته
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي د هند تر ولکې لاندې کمشیر کې د روان وضعیت له امله د هند سره د تصادفي جګړې امکان شته دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د شورا د ناستې څندو کې خبریالانو ته وکړې.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د هند د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې روان وضعيت امکان لري چې له هند سره د یوې تصادفي جګړې لامل شي.

نوموړي و ویل، که څه هم دی په دې باوري دی، چې پاکستان او هند د جګړې په نتایجو پوهېږي، خو ویل یې لرې نه ده، چې د کمشیر موضوع لرې د تصادفي جګړې لامل شي.

باید و ویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ څو میاشتې وړاندې وروسته له هغې خورا ترینګلی شو، هند کشمیر کې پر پوځیانو برید وشو، ۴۰ تنه به کې و وژل شول او تر هغې وروسته هند د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو په ځانګړي ډول د جیش محمد په ډلې بریدونه وکړل.

تر دې پېښې وروسته هند تر خپلې ولکې لاندې کمشیر کې د پاکستا مېشتو ترهګرو ډلو له خوا د خونړیو بریدونو راپورنه تر لاسه کړل، پولې ته یې پوځیان ولېږل او د کشمیر کورواکي یې لغوه اعلان کړه.

دا هغه څه و، چې د هند او پاکستان تر منځ یې ترینګلتیا نوره هم ډېره او ان په نړیواله کچه یې اندېښنې راوپارولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي