۰
په منځنۍ آسیا کې د ناټو عمومي قوماندان:

طالبان به وځپو او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۵
په منځنۍ آسیا کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مک کېنزي ویلي، دوی به په غوڅ دریځ طالبان وځپي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
طالبان به وځپو او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو
په منځنۍ آسیا کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مک کېنزي ویلي، دوی به په غوڅ دریځ طالبان وځپي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مک کېنزي دغه څرګندونې پرون سه شنبې د وږي ۱۹ مه د افغانستان شمال ته د سفر پر مهال د افغان پوځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو له قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي سره لیدنه کې کړې دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، جنرال مک کېنزي ډاډ څرګند کړ، چې له افغان ځواکونو به د دوی ملاتړ دوام ولري او دغه ځواکونه به تر دې نور هم تقویه شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر امنیتي وضعیت او دغه راز راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچینه زیاتوي، په مارمل کمپ کې جنرال مک کېنزي و ویل، چې د دوی ځواکونه به له افغان ځواکونو په ټولو عرصو کې د طالبانو ځپلو ته دوام ورکړي، تر چې ټاکنو ته زمینه برابره شي.

نوموړي د ټرمپ له خوا د طالبانو سره د مذاکراتو لغوې ته په اشارې ویلي، چې د ترهګرو پر وړاندې د امریکا او ناټو په کړنلاره کې بدلون نه دی راغلی او دا ډله به په دېر شدت او قاطعیت سره وځپل شي.

په خبرپاڼه کې د جنرال ولي محمد احمدزي له قوله ویل شوي، چې افغان ځواکونو د نړیوالو ځواکونو په مرسته او همکارۍ پر وسله والو سخت بریدونه کړي او د هغوی پلانونه یې ورشنډ کړي دي.

نوموړي هم ټینګار کړی، چې افغان ځواکونه به د ناټو ځواکونو په همکارۍ د ښو او ډاډمنو ټاکنو تر سره کېدو لپاره زمینه برابره کړي، تر چې افغان ولس خپل راتلونکی وټاکي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي، چې له افغان ځواکونو به یې ملاتړ دوام ولري او پر طالبانو به عملیات زیات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي