المان یو ځل بیا ویلي، چې د بین الاافغاني خبرو پلوي دی او باید چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو خبرې پیل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې کابل کې د المان سفیر والتر هاسمن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.
نوموړي ویلي، چې المان د مذاکراتو په اوږد بهیر کې له دې پروسې خپل ملاتړ څرګند کړی او لا هم په خپل دریځ ولاړ او د بین الاافغاني مذاکراتو پیلوي دی.
د المان سفیر زیاته کړې، دوی هیله لري، چې په دې برخه کې همکاري وکړای شي او ژر تر ژره بېرته د خبرو او مذاکراتو لړۍ پیل او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
المان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او ان ویلي یې وو چې که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب به هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې هم هیله ښودلې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ بیا خبرې پیل شي او د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په وینا روسي چارواکي به په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.
د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ طالبانو سره د سولې ۹ میاشتي مذاکرات لغوه اعلان کړل.
د هغه په وینا دا مذاکرات یې د هغه برید په غبرګون کې لغوه کړي، چې طالبانو کابل کې وکړ او په کې یو امریکایي سرتېری او ۱۱ کسان نور و وژل شول.
ټرمپ هغه مهال ویلي و طالبانو فکر کولو چې په دې ډول بریدونو به د سولې پروسه کې امتیازات تر لاسه کړي، خو کار یې خراب کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل