۰

ټرمپ بیا د کشمیر په مسئله کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی

چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۴
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر لانجل په حل کې د منځ ګړیتوب وړاندي کړی دی.
ټرمپ بیا د کشمیر په مسئله کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر لانجل په حل کې د منځ ګړیتوب وړاندي کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، هند او باکستان یې ملګري هېوادونه دي او دی تیار دی، چې تر منځ یې د اړیکو ښه کولو کې منځګړیتوب وکړي.

نوموړي ویلي، که څه هم په وروستیو ورځو کې د کشمیر په مسئله ناندرۍ راکمې شوې دي خو بیا هم اړتیا ده چې د دغه دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ښې کړل شي.

ټرمپ ټینګار کړي، که هند او پاکستان ترې وغواړي، نو دی تیار دی چې په دې مسئله کې منځګړی شي.

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړاندې یې هند ورته وړاندیز رد کړی او پاکستان یې بیا هرکلی کړی دی.

هندی ویلي، چې کشمیر د دوی کورنۍ مسئله ده او د بل هېواد لاسوهنې او منځګړیتوب ته اړتیا نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي