۰

ملګري ملتونه: د سولې بین الاافغاني مذاکرات د ژر پیل شي

چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۴
ملګرو ملتونو پر وسله والو طالبانو او افغان حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره د سولې بین الاافغاني مذاکرات پیل کړي.
ملګري ملتونه: د سولې بین الاافغاني مذاکرات د ژر پیل شي
ملګرو ملتونو پر وسله والو طالبانو او افغان حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره د سولې بین الاافغاني مذاکرات پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه د امنیت شورا ته د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي تادمیچي یاماموتو په وړاندې شوي رپوټ کې شوې ده.

یاماموتو پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړ او په کې یې ټینګار کړی، چې د افغانستان ستونزه یوازې د بین الاافغاني خبرو له لارې حل کېدای شي.

د هغه په وینا په افغانستان کې په دې وروستیو کې د سولې په برخه کې مهم پرمختګه رامنځ ته شوي او هیلې ورته ډېرې شوې وې.

نوموړي ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او څومره ژر چې کېږي باید د افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرې پیل شي.

هغه د سولې په برخه کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو رول مهم بللی ویلي یې دي، چې په افغانستان کې به د سولې او ټیکاو له کبله تر ټولو ډېره ګټه دوی وکړي.

د هغه په وینا ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي او هیله لري چې ښکېلې خواوې نور له جګړو لاس واخلي او په سوله ییز فضا کې ژوند پيل کړي.

تادامیچي د ټاکنو په اړه هم ویلي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په لار کې تر ټولو ستر خنډ ناامني او د وسله والو ډلو تهدیدونه دي.

خو په خبره یې ملګري ملتونه د شفافو او افغانستان شموله ټاکنو تر سره کېدو په لړ کې د افغانستان له ټاکنیزو، امنیتي ادارو، مدني ټولنې او خپله کاندیدانو سره بشپړ ملاتړ کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، چې له ټاکنو وروسته تر ټولو سخته چاره د ماتې قبلول دي، خو په وینا یې د ولسواکۍ په بهیر کې د دولت جوړونې تر ټولو مهم اصل همدا دی.

هغه دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتنۍ خبرې لغوه اعلان کړي او یو ځل بیا یې ټینګار کړي، چې نور د سولې خبرې مړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي