۰

ټرمپ: ډېر ژر به یو کس د ملي امنیت د سلاکار په توکه وټاکم

چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جان بولټن په لرې کولو سره ویلي، چې ډېر ژره به د هغه ځای ناستی وټاکي.
ټرمپ: ډېر ژر به یو کس د ملي امنیت د سلاکار په توکه وټاکم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جان بولټن په لرې کولو سره ویلي، چې ډېر ژره به د هغه ځای ناستی وټاکي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون سه شنبې د وږي ۱۹ مه اعلان وکړ، چې خپل د ملي امنیت سلاکار جان بولټن یې له دندې لرې کړی دی.

ټرمپ په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې نور په سپینه ماڼۍ کې د جان بولټن لپاره اړتیا نشته او زیاته کړې یې ده، چې ډېر ژر به یې پر ځای یو بل وړ کس وټاکي.

په ورته وخت کې سپنې ماڼۍ یوه ویندوی هوګان ګیدلي ویلي، دا مهال چارلز کوپرمن د ملي امنیت د موقت سرپرست سلاکار په توکه ټاکل شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي راتلونکې اوونۍ به خپل د ملي امنیت سلاکار وټاکي.

د ټرمپ او بولټن د اختلاف په اړه تر دې وړاندې هم راپورونه ورکړل شوي دي.

ویل کېږي، بولټن په ټوله نړۍ کې د امریکایي ځواکونو د پراختیا غوښتونکی و خو ټرمپ یې له دې نظر سره کلک مخالف وو.

بولټن هم په یوه لنډ پیغام کې ویلي، چې له خپلې دندې یې استعفا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي