۰

کابل کې چاودنه شوې، تر اوسه د درې ټپیانو پخلی شوی دی

دوشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۱
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د پلازمنې کابل د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې او تر اوسه درې ټپیان روغتون ته وړل شوي دی.
کابل کې چاودنه شوې، تر اوسه د درې ټپیانو پخلی شوی دی
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د پلازمنې کابل د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې او تر اوسه درې ټپیان روغتون ته وړل شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د وږي ۱۸ مه ۱۱:۵ بجې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې شهید څلور لارې کې شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامز وایي، چاودنه د سړک د غاړې د خښ شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې تر اوسه درې تنه په کې ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا دا لومړني ابتدايي معلومات دي او نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي