۰
د سولې د خبرو په اړه د ټرمپ له پرېکړې وروسته د برېتانیا غرګون:

طالبان باید ثابته کړې چې هوکړو ته ژمن پاتې کېږي

دوشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۱
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د طالبانو سره د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته برېتانیا وایي، طالبان باید ثباته کړې، چې دوی خبلو هوکړو ته ژمن پاتې کېږي.
طالبان باید ثابته کړې چې هوکړو ته ژمن پاتې کېږي
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د طالبانو سره د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته برېتانیا وایي، طالبان باید ثباته کړې، چې دوی خبلو هوکړو ته ژمن پاتې کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه له طالبانو سره د سولې خبرې او د دوی له استازو سره په کمپ ډېوېډ کې ټاکل شوې لیدنه لغوه کړه.

ولسمشر ټرمپ ویلي طالبانو سره یې ځکه خبرې لغوه کړې، چې هغوی کابل کې په وروستي برید کې یو امریکایي سرتېری او ۱۱ نور کسان و وژل.

نوموړي لیکلي« متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسولیت ومانه چې په هغه کې زموږ یو ستر سرتېری او ۱۱ تنه نور ووژل شول.»

ښاغلي ټرمپ ویلي، له دې برید وروسته هغه سمدستي د لوړپوړو طالبانو سره لیدنه فسخه کړه او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات یې لغو کړل.

نوموړي د یوې پوښتنې په بڼه لیکلي دي:«څه ډول کسان بیشمیره خلک په ظاهره د خپلو چانه وهلو د موقف د قوي کولو لپاره وژني؟»

د امریکا ولسمشر په ټینګار سره ویلي، چې طالبانو په کابل کې په وروستي برید سره د خپلو چانه وهلو موقف غښتلی نه بلکه خراب کړ.

هغه ویلي، طالبان نشي کولای د سولې دغو ډیرو مهمو مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتی ۱۲ بیګناه کسان وژني، نو د هغه په وینا هغوی یو "معنی داره" موافقت لیک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.

د ټرمپ له دې پرېکړې وروسته افغانستان کې د برېتانیا سفارت په یوه خپره کړې خبرپانه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر ځنډېدو غبرګون ښودلی دی.

د سفارت په خبرپاڼه کې هم راغلي چې طالبانو د سولې له خبرو سره همماله جګړې ته دوام ورکړی دی او بریدونه کوي.

د برېتانیا سفارت په یاده خبرپاڼه کې زیاته کړې، دغه ډلې څو ورځې وړاندې د بشري حقونو یو کارمند برمته کړ او وروسته یې وژلی دی.

په خبرپاڼه کې راځي وسله وال طالبان باید ثابته کړي چې دوی هوکړو ته ژمن پاتې کېږي او په دې صورت کې د سولې خبرې مثبتو پایلو ته رسېدلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي