۰

لوګر: چاودنې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لوګر: چاودنې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوګر ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه مازیګر مهال په څرخ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

سرچینه زیاتوي، د څرخ په نو شهر کلي کې طالبان غوښتل ماین ځای پر ځای کړي، چې خپله یې پر دوی چاودنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په چاودنه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي