۰

د ننګرهار سره رود له وسله والو پاکه شوه، ۳۲ وسله وال وژل شوي

شنبی ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۱
کورنیو چارو وزارت او سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار سره رود ولسوالي په بشپړه توګه له وسله والو مخالفینو پاکه شوې او ۳۲ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار سره رود له وسله والو پاکه شوه، ۳۲ وسله وال وژل شوي
کورنیو چارو وزارت او سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار سره رود ولسوالي په بشپړه توګه له وسله والو مخالفینو پاکه شوې او ۳۲ وسله وال وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو سرچینو د جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه ولسوالي کې چاڼیز عملیات روان وو.

سرچینه کاږي، په عملیاتو کې ۳۲ وسله وال مخالفین وژل شوي، ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نقلیه وسایط یې له منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په عملیاتو کې شپږ وسله وال ټپیان او ولسوالي د طالبانو له شتون څخه بشپړه تصفیه شوې ده.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې عملیات لا هم روان دي او په نیول شویو سیمو کې د افغان ځواکونو امنیتي پوستې جوړې شوې دي.

طالبانو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي