۰

افغان ځواکونو د بدخشان وردوج ولسوالي ونیوه

شنبی ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بدخشان کې د پیل کړیو عملیاتو په ترڅ کې د وردوج ولسوالي ولکه کړې ده.
افغان ځواکونو د بدخشان وردوج ولسوالي ونیوه
ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بدخشان کې د پیل کړیو عملیاتو په ترڅ کې د وردوج ولسوالي ولکه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د وږي ۱۶ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بدخشان وردوج ولسوالي له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې وه.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره افغان ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي او وتوانېدل، چې دغه ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راوړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې عملیاتو کې د بدخشان لپاره د طالبانو د والي او مهم قوماندان قاري فصیح الدین او بهرنیو وسله والو په ګډون ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

خبرپانه وايي، قاري فصیح الدین د طالبانو یو تر ټولو خطرناک قوماندانو و، چې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي