۰
مایک پمپیو:

له طالبانو سره هوکړه لاسلیکوو خو د ډاډ تر لاسه کولو وروسته

شنبی ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره به له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي، خو په وینا یې هغه مهال چې بشپړ ډاډ تر لاسه کړي.
له طالبانو سره هوکړه لاسلیکوو خو د ډاډ تر لاسه کولو وروسته
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره به له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي، خو په وینا یې هغه مهال چې بشپړ ډاډ تر لاسه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مایک پمپیو دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، امریکا غواړي، چې په افغانستان کې روانه جګړه نور پای ته ورسېږي.

د هغه په وینا د جګړې د ختمېدو لپاره د طالبانو سره هوکړې لاسلیک ته تمایل لري، تر څو بین الاافغاني خبرې پیل او جګړه نور پای ته ورسېږي.

خو زیاتوي، چې دا به کومه مسخره هوکړه نه وي، بلکې ټول اړخونه به یې ارزول شوي وي او د ډاډ تر لاسه کولو وروسته به یې ولسمشر ټرمپ لاسلیکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د هوکړې تر لاسلیک وروسته دا د ولسمشر ټرمپ صلاحیت دی، چې څومره سرتېري له افغانستانه باسي او د حضور په اړه یې څه پلان لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې ټایمز مجلې راپورو ورکړی و، چې مایک پمپیو به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک نه کړي.

د سرچینې په وینا پمپیو ځکه له طالبانو سره هوکړه نه لاسلیکوي، چې د اسلامي امارت نوم په کې راغلی او امریکا ته اسلامي امارت د منلو نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي