د آسیا جام پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې د پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته په لوی توپیر ماته ورکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسیا جام نړیوالې سیالۍ چې سریلانکا کې پیل شوې، افغانستان نن په کولمبو ښار کې له پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ووت.
په لوبه کې لومړۍ توپوهنه افغان ۱۹ کلونو وکړه، چې په ټاکل شویو ۴۷ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۳ هدف وټاکه.
خو د پاکستان لوبډلې ونه شوای کولی، چې دغه هدف پوره کړي، ټوله لوبډله یې په ۷۸ منډو وسوځېدله او لوبه یې افغان لوبډلې ته د ۸۵ منډو په لوی توپیر سره وبایلله.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې شفیق الله غفاري ۳، عبدالله تڼوال، نور احمد او فضل الحق دوه دوه لوبغاړي او جمشید خان یو لوبغاړی وسوځاوه.
جمهورخبري آژانس:کابل