د کندهار د ملي امنیت ریاست په دغه ولایت کې د شپږو غلچکي بریدګرو په ګډون د ۱۵ وسله والو طالبانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نیول شویو وسله والو په کندهار ښار او ځینو ولسوالیو کې ترهګریز فعالیتونه درلوده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي امنیت منسوبین د دغه وسله والو پر وړاندې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې هغوی ونیول شوی او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
د یاد ریاست په وینا په نیول شویو کسانو کې شپږ تنه غلکچي بریدګر دي، چې نظامي او ملکي کسانو د ترور دنده یې لرله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس: کندهار