۰

د کابل په موټر بم برید کې تر اوسه ۳۷ ټپیان روغتون ته وړل شوي

پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۴
پلازمېنه کابل کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید له امله تر اوسه پورې ۳۷ تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي او ویل کېږي یو شمېر کسان وژل شوي هم دي.
د کابل په موټر بم برید کې تر اوسه ۳۷ ټپیان روغتون ته وړل شوي
پلازمېنه کابل کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید له امله تر اوسه پورې ۳۷ تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي او ویل کېږي یو شمېر کسان وژل شوي هم دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه سهار څه باندې لس بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د شش درک په سیمه کې شوې ده.

کورنیو چارو وزارت وايي، برید موټر بم و، چې د ټونس موټر په وسیله شوي او دا مهال ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او سیمه یې کلابنده کړې.

کورنیو چارو وزارت د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړي، خو عامې روغتیا وزارت ویلي، د پېښې له ځایه تر اوسه ورته ۳۷ ټپیان وروړل شوي دي.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وایي، چاودنه موتر بم برید و، چې په سیمه کې د ملي امنیت پر یوه چک پاینټ وشو او ګنو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

راپورنه وایي د برید له امله له سیمې تېرېدونکي ۱۲ موټر هم سوځېدلي، چې د ولسي وګړو و او ښايي ډېره مرګ ژوبله هم ولسي وګړو ته اوښتې وي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې بیا چاودنه پر داسې مهال کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د همدې حوزې اړوند د کابل بای په سیمه کې په ګرین ویلېج کمپ تراکتور بم چاودنې ۱۶ تنه و وژل او ۱۱۹ نور یې ټپیان کړل، چې ټول ملکي وګړي وو.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي