۰
جنرال جک کېن:

طالبان پر سیاسی حل باور نه لري، امریکا د سرتېري نه باسي

پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۰
یوه پخواني امریکايي پوځي چارواکي جنرال جک کېن خبرداری ورکړی، چې امریکا دې له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو تېروتنه نه کوي.
طالبان پر سیاسی حل باور نه لري، امریکا د سرتېري نه باسي
یوه پخواني امریکايي پوځي چارواکي جنرال جک کېن خبرداری ورکړی، چې امریکا دې له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو تېروتنه نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي جنرال ویلي، که ټول ځواکونه وایستل شي، افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

نوموړي خبرداری ورکړیو چې امریکا ته نه ده پکار چې د ټولو سرتېرو د ایستلو تېروتنه وکړي، ځکه هلته د القاعده شته غړي به بیا سر راپورته کړي او افغانستان کې به جګړه وکړي.

جنرال کېن دا هم ویلي امریکا د ځکه سرتېري نه باسي، چې طالبان د جګړې نسل دی، په سیاسي حل باور نه لري او ښایي خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

دغه راز دې پخواني امریکايي جنرال له طالبانو سره د امریکا د هوکړې په اړه هم اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، چې تر اوسه د هوکړې جزیات له خلکو سره نه دي شریک شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ یو شمېر پخوانیو امریکایي سفیرانو او دیپلوماتونو هم امریکا ته خبرداری ورکړی و، چې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه ونباسي.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي و، باید له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره یو شرط په دغه هېواد کې د جګړې ختمول وي.

دوی وایي که داسې ونشي له افغانستان سره د امریکا د همکارۍ په کمېدو سره د وسله والې جګړې پای ته رسېدل به ستونزمن شي.

په اعلامیه کې راغلي، لا ښکارنه ده، چې له طالبانو سره دې سوله ممکنه وي، ځکه طالبانو له ټولو افغانانو سره د سولې د تړون لپاره خپل شرایط نه دي روښانه کړي او دا ډله له نورو سیاسي ډلو سره د کار کومه مخکنۍ تجربه هم نه لري.

اعلامیه کې ویل شوي«که موږ له افغان حکومت سره خپله همکاري کمه کړو او بین-الافغاني مذاکرات له ماتې سره مخامخ شي، ښايي افغانستان کې داخلي جګړه پیل شي. که دولت متزلزل شي، هغه خلک چې د طالبانو له حاکمیت څخه ښې تجربې نلري، شاید د جګړې لیکو کې ورګډ شي.»

دغو دپلوماتو ولسمشر ټرمپ ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې تر راتلو پورې دې له افغانستان څخه خپل ځواکونه نه باسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي