۰

امریکا کې یو ځوان د خپلې کورنۍ ۵ تنه وژلي دي

چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
د امریکا الاباما ایالت کې یو تنګي ځوان د خپل پلار په وسلې د خپلې کورنۍ پنځه تنه غړي وژلي دي.
امریکا کې یو ځوان د خپلې کورنۍ ۵ تنه وژلي دي
د امریکا الاباما ایالت کې یو تنګي ځوان د خپل پلار په وسلې د خپلې کورنۍ پنځه تنه غړي وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ۱۴ کلن ځوان منلې، چې خپله میره، درې خوندې او یو ورور یې د پلار په وسله وژلي دي.

پولیسو د دغه هلک نوم نه دی خپور کړی وايي، لا هم د وژلو انګېزه نه ده معلومه خو ځوان له څارنوالانو سره پلټنو کې همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه هم تکزاس ایالت د میډلنډ او دوډیسه ښار تر منځ یو کس په ډزو ۷ کسان و وژل او څو نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي