۰
خلیلزاد:

امریکا اسلامي امارت نه مني، له پنځو اډو وځو او سوله مو لومړیتوب دی نه ټاکنې

سی شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۲
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، پرنسیب کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي یو خو د ولسمشر ټرمپ موافقې ته انتظار یو.
امریکا اسلامي امارت نه مني، له پنځو اډو وځو او سوله مو لومړیتوب دی نه ټاکنې
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، پرنسیب کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي یو خو د ولسمشر ټرمپ موافقې ته انتظار یو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد کې د موافقې له متن سره یو ځای کابل ته راغلی او دا متن یې د حکومت له مشرانو سره هم شریک کړی، له طلوع نیوز تلوېزیون سره په همدې اړه یوه ځانګړې مرکه کړې ده.

نوموړي په دغه مرکه کې ویلي، د موافقې متن د افغان حکومت چارواکو ته ښودل شوی خو ورته سپارل شوی نه دی.

دی وایي، د کاغذ پر مخ له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلی، خو د ټرمپ موافقې او لاسلیک ته انتظار دی او که هغه موافقه وکړي، عملي بڼه به خپله کړي.

د هغه په وینا د دې چانس نشته او یا هم ډېر کم دی، چې ولسمشر ټرمپ به په موافقه کې کوم تغیرات راولي، خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې زموږ له خوا به دا موافقه څوک لاسلیکوي.

هغه له طالبانو سره د کېدونکې هوکړې متن په اشارې وایي، چې طالبانو له دوی سره په اوربند موافقه ونه کړه او دا مساله به په بین الاافغاني خبرو کې مطرح شي.

خلیلزاد وایي، بین الاافغاني خبرې به ډېر ژر پیل، خو په خبره یې دی به ډېر په کې ښکېل نه وي، بلکې قطر، اندونيزيا، ناروې، ملګري ملتونه او نور علاقمند دي چې منځګړيتوب وکړي.

دی زیاتوي، چې د هوکړه لیک پر اساس د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش په اړه څه نه شي ویلای، خو که هوکړه لیک عملي بڼه خپله کړه نو په ۱۳۵ ورځو کې به له پنځو نظامي اډو امریکايي ځواکونه ووځي.

خلیلزاد وړاندې وایي، په هوکړه لیک کې د اسلامي امارت نوم شته، خو د دولت په حیث نه دی منل شوی، ځکه امریکا د امريکا لپاره د امارت راګرځېدل د منلو نه دی او نه غواړي، چې امارت بیا جوړ شي.

نوموړي د سولې او ټاکنو په اړه زیاته کړې، امریکا ته سوله تر ټاکنو لومړیتوب لري، هڅه کوي له ټاکنو وړاندې د سولې تړون وشي، خو د خبرداري په شکل وایي، که ټاکنې د سولې خنډ شي، نو دا به ښه نه وي.

خلیلزاد په دې مرکه کې یو څه د طالبانو به صفت هم خوله خلاصه کړې ویلي یې دي یو وخت یې فکر کاوه طالبان د یوه بهرني هېواد تر قوماندې لاندې عسکر دي، خو په ۹ میاشتنیو مذاکراتو کې ورته معلومه شوه، چې هغوی کې هم وطن دوسته خلک شته.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د طالبانو په اړه وړاندې وايي، له امکانه لرې نه ده، چې طالبان دې په راتلونکې کې د امریکا دوستان وي.

 دی په افغان حکومت کې د طالبانو د ادغام په اړه وایي، په دې اړه یې طالبانو سره خبرې نه دي کړې، خو په خبره یې طالبان له اصلاحاتو وروسته یو منظم امنیتي ځواک د افغانستان لپاره غواړي.

خلیلزاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کورنۍ جګړې د بیا پیلېدو خطر شته ویلي« د کورنۍ جګړې کوم خطر راته نه ښکاري، ځکه د همدې لپاره موږ مذاکره کوو چې دا خطر دفع کړو او که خدای مه کړه داسې وشوه نو معنا دا چې موږ به ناکامه يو او داسې يوه سوله به مو نه وي کړې چې افغانستان د ثبات خاوند شي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد د خپلو خبرو په پای کې ویلي، روسیې او چین هم په مذاکراتو کې همکاري کړې او د تړون د لاسلیک غونډې ته به وبلل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي