د پکتیا ولایت د حوزوي روغتون مخې ته نن یوه درنه چاودنه وشوه، چې د چارواکو په وینا ځانمرګی بریدګر و او د پولیسو له خوا و ويشتل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د وږي ۱۱ مه څه کم ۱۲ بجې مرکز ګردیز ښار کې د حوزوي روغتون مخې ته وشوه.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، پولیسو د ګردیز ښار بلندمنزلو سیمه کې حوزوي روغتون ته نېږدې یو ځانمرګی وپېژانده او ډزې یې پرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، چې دغه ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو په ډزو و وژل شوو چې ورپورې تړلو توکو یې چاودنه وکړه.
د امنیه قوماندانۍ د چارواکو په وینا په دغه برید کې یوازې ځانمرګی بریدګر وژل شوی او نور هېچا ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې قندوز کې یوه موټر بم ځانمرګي برید ۱۰ تنه و وژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.
په وژل شویو کې د قندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرورحسیني او په ټپیانو کې امنیه قوماندان ستانکزی هم شامل وو.
جمهورخبري آژانس:پکتیا