۰

سېلابونو راوتلو د کابل – شمال لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده

دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د کابل – شمال تر منځ لویه لار په سالنګ کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
سېلابونو راوتلو د کابل – شمال لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده
د کابل – شمال تر منځ لویه لار په سالنګ کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت چارواکي وایي، تېره شپه دغلته زیات باران ورېدلی او سخت سېلابونه راوتلي دي.

د چارواکو په وینا د سېلابونو له امله د کابل – شمال تر منځ غځېدلې لار په جنوبي سالنګ کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

په ورته وخت کې چارواکي وایي، د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې هم د سخت باران او سېلابونه راوتلي، چې د یوه کور د چت لوېدو له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جبل السراج ولسوال سیف الله بیدرا هم د دغه خبر پخلی کړی ویلي یې دی، د سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي