۰

روسیه غواړي افغانستان کې یو لوی پوهنتون جوړ کړي

دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۶
کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي وايي، مسکو غواړي، چې له افغان حکومت سره په ګډه په کابل کې یو لوی پوهنتون جوړ کړي.
روسیه غواړي افغانستان کې یو لوی پوهنتون جوړ کړي
کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي وايي، مسکو غواړي، چې له افغان حکومت سره په ګډه په کابل کې یو لوی پوهنتون جوړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مانتیتسکي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د وږي ۱۰ مه کابل کې د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي سره لیدنه کې کړې دي.

د لوړو زده کړو وزارت نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې مسکو غواړي له کابل سره د علمي اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان له څو لویو پوهنتونو سره د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي.

په خبرپانه کې د سفیر له قوله ویل شوي، دغه راز مسکو لېواله دی، تر څو د افغانستان ګڼو پوهنتونو کې د روسي ژبې څانګې هم پرانیزي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روسیې د دغه وړاندیز هرکلی کړی، چې غواړي کابل کې افغان – روسي پوهنتون جوړ کړي.

ښاغلي بالاکرزي زیاته کړې، چې دوی به له مسکو سره په ګډه افغان پوهنتونو کې د روسي ژبې د زده کړې د لنډمهاله او اوږدمهاله کورسونو د جوړولو طرحه هم و ارزوي او په تدریجي ډول به لویو پوهنتونو کې د روسي ژبې د زده کړې ډیپارټمنټونه پرانیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي