سعودي عربستان، یمن کې پر یوه زندان برید کړی، ۴۰ تنه یې وژلي

10 سنبله 1398 ساعت 11:37

راپورونه وایي، سعودي عربستان یمن کې پر یوه زندان هوايي برید کړی، چې په کې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وایي، سعودي عربستان یمن کې پر یوه زندان هوايي برید کړی، چې په کې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید د یمن پر المقوصوف زندان شوی، چې ویل کېږي ۴۰ کسان په کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه دا هم وايي، ښايي د برید مرګ ژوبله زیاته شي، ځکه د لسګونو کسانو برخلیک نه دی معلوم.

په ورته وخت کې د یمن د روغتیا وزارت ویاند ویلي، د ياد بريد د قربانيانو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلى او د تر خاورو لاندې شوو کسانو د جسدونو را ايستلو کار دوام لري.

د یادونې دهو چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څلور کاله وړاندې د امريکا په مرستې پر يمن پراخ بريدونه پيل کړل.

د سعودي ائتلاف د دغه بریدونو له امله تر دې دمه زرګونه يمني وګړي وژل شوي او ډېر شمېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119911

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119911/

جمهور
  https://www.jomhornews.com