۰

امریکا وایي سوریه کې یې د القاعده پر یوه مرکز برید کړی دی

یکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د امریکا دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د القاعده ډلې اړوند په یوه مرکز برید کړی او ګڼ کسان په کې وژل شوي دي.
امریکا وایي سوریه کې یې د القاعده پر یوه مرکز برید کړی دی
د امریکا دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د القاعده ډلې اړوند په یوه مرکز برید کړی او ګڼ کسان په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید د سوریې شمال لوېدیځ ته له هغه اوربند څو ساعته وروسته شوی، چې روسیې یې اعلان کړی وو.

امریکايي ځواکونو له دې اوربند څو ساعته وروسته د القاعده اړوندو په دغه مرکز برید کړی خو معلومه نه ده، چې د الوتکو په وسیله شوی او که یې په توغندي ویشتی.

د امریکا دفاع وزرات یا پټاګون وايي، برید یې د القاعده اړوند هغه مرکز کړیو چې امریکایي وګړي، د امریکا متحدین او ملکي وګړي په نښه کول.

په ورته وخت کې برېتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو سازمان هم د برید پخلی کړی ویلي یې دي، چې په دغه برید کې د حراس الدین، انصار التوحید او له دوی سره د متحدو ډلو لږ تر لږه ۴۰ مشران وژل شوي دي.

ویل کېږي دغه مشران الدلب ښار ته څېرمه د وسله والو ډلو په یوه روزن ځای کې راټول شوي و، چې د امریکا له لوري په نښه شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي