۰

امریکا کې وسله وال برید ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۲
د امریکا په تکزاس ایالت کې د یوه وسله وال کس په برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
امریکا کې وسله وال برید ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د امریکا په تکزاس ایالت کې د یوه وسله وال کس په برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې له غرمې وروسته د تکزاس ایالت د اودیسه او میډلنډ ښارونو ته نېږدې سیمه کې شوې ده.

راپورونه وایي، برید ګر چې په موټر کې سپور و پر خلکو یې ډزې کولې او لومړی یې هغه پولیس وژلی، چې د دغه د موټر د درولو هڅه یې کوله.

په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي بل بریدګر هم د برید تکل کړی وو چې په اړه یې څېړنې روانې دي، خو پولیسو ویلي، چې عامو خلکو ته بل ګواښ نشته.

د یادونې ده، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې هم د امریکا اي اېل پاسو په ټیکسان ښار کې یوه وسله وال بریدګر ۲۲ کسان وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي