۰

د مخابراتو وزیر: طالبان د سلام شرکت فعالیت نه شي درولی

سی شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۴
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د طالبانو خوا د سلام مخابراتي دولتي شرکت د ګواښ په غبرګون کې وایي، طالبان د دغه شبکې فعالیت نه شي درولی.
د مخابراتو وزیر: طالبان د سلام شرکت فعالیت نه شي درولی
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د طالبانو خوا د سلام مخابراتي دولتي شرکت د ګواښ په غبرګون کې وایي، طالبان د دغه شبکې فعالیت نه شي درولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، دا چې سلام مخابراتي شرکت له پرلپسې خبرداریو وروسته هم سرغړونې ته دوام ورکړی، نو د مجاهدینو له لوري به یې مرکزونه او ستنې د نظامي هدف په توګه په نښه شي.

طالبانو ویلي دوی به د دغه شرکت د انټرنېټ لپاره نوري فایبر پرېکړي، له پرسونل او وسایطو سره به یې د استخباراتي ارګانونو په څېر چلند وشي او هر چا سره چې سلام سیمارت ګیر شو قانوني چلند به ورسره وشي.

خو د مخابراتو وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي، د طالبانو هېڅ ډول ګواښ هم د سلام مخابراتي شرکت فعالیت نه شي درولی.

نوموړي ویلي، سلام شرکت به خپل فعالیت ته دوام ورکړي او د دفترونو، مرکزونو او کارکوونکو د امنیت لپاره یې جدي تدابیر تر لاس لاندې دي.

د یادونې ده سلام یوازینې دولتي مخابراتي شرکت دی، چې د هېواد په براخه ساحه کې فعالیت لري او تر ډېره یې خلک له فعالیت څخه خوښ دي.

دغه شرکت تر ډېره ان په ناامنه سیمو کې چې نور مخابراتي شرکتونه د طالبانو په خبره او د ګواښونو له امله خپل فعالیت بندوي، دوی خپل فعالیت نه دی درولی او خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي