۰

زابل او غزني کې ۳۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۶
کورنیو چارو وزارت غزني او زابل ولایتونو کې ۳۸ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو او دغه راز د ۵۲ کیلوګرامه نشه يي توکو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
زابل او غزني کې ۳۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
کورنیو چارو وزارت غزني او زابل ولایتونو کې ۳۸ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو او دغه راز د ۵۲ کیلوګرامه نشه يي توکو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د وږي ۳ مه خپره کړې خبرباڼه کې ویلي، زابل کې د پولیسو او طالبانو تر منځ دوه جلا نښتې رامنځ ته شوې.

خبرپاڼه وایي، د مرکز کلات اړوند په کاټلي مانده سیمه کې د جګړې پر مهال ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د کلات ښار په سید جان کلي کې بیا د جګړې په ترڅ کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه کورنیو چارو وزارت د غزني په ده یک ولسوالۍ کې هم د پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې د دریو طالبانو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو زابل کې د عملیاتو پر مهال ۵۲ کیلوګرامه نشه يی توکي کشف او ضبط کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دوه تنو غوښتل دغه نشه يي توکي له زابل نه کابل ته ولېږدوي، چې له توکو سره یو ځای د پولیسو له خوا ونیول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي