۰

روسیه: د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو

یکشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۴
روسیې یو ځل بیا د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی، چې مسکو به د سولې په برخه کې د افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.
روسیه: د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو
روسیې یو ځل بیا د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی، چې مسکو به د سولې په برخه کې د افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې کابل کې د روسیې سفیر السکاندر مانتیتسکي د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدنه کې کړې دي.

کرزي او مانتیتسکي پرون شنبې د وږي ۲ مه د ښاغلي کرزي په دفتر کې سره لیدلي او دواړو لورو په افغانستان کې پروان وضعیت، سیمه ییزه مسایلو، امنیت، د ترهګرۍ ضد مبارزه او افغان سولې خبرې کړې دي.

د روسیې سفیر ویلي، مسکو د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیاره ده او هڅه کوي دغه هېواد ته ددایمي سولې په راتګ کې موثر اقدامات ترسره کړي.

په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سولې په برخه کې د روسیې رول مهم بللی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې خپله همکاري و نه سپموي.

روسیې پر داسې مهال د افغان سولې ملاتړ او ورسره د همکارۍ ژمنه کړې، چې له تېرې جمعې ورځې راهیسې قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ په افغان سوله خبرې روانې دي.

ویل کېږي دواړه لوري په ګڼو اختلافي مواردو موافقې ته رسېدلي او نېږده، چې د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

طالبانو ته نېږدې سرچینې ویلي، د طالبانو له لوري به روسیه او پاکستان ضمانت کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي