۰

پروان کې په امریکايي ځواکونو موټر بم برید شوی دی

شنبی ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۰
سیمه ییز امنیتي سرچینې وايي، پروان ولایت کې د امریکايي ځواکونو په کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
پروان کې په امریکايي ځواکونو موټر بم برید شوی دی
سیمه ییز امنیتي سرچینې وايي، پروان ولایت کې د امریکايي ځواکونو په کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

د جمهور خبري آژانس خبر له مخې د پروان امنیتي سرچینو ویلي، برید تېره شپه لس بجې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په صیاد سیمه کې شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو په اساس یوه ځانمرګي بریدګر د چاوېدونکو توکو ډک موټر ته د امریکایي ځواکونو له کاروان سره چاودنه ورکړې ده.

دوی وايي، د برید له امله ځايي دوکاندارانو او خلکو ته مالي زیان اوښتی، خو د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو هم د برید پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې یې دوه ټاګونه له منځه وړي او ۷ امریکايي سرتېري یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس: پروان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي